بيجنګ02 نومبر(اے پی پی) وزيراعظم عمران خان او د چين اولس مشر شي جن پنګ په ملاقات كښې دواړو لارښودو په سي پېك د پېشرفت جاج اخستلو سره د دې په كاميابو د اطمينان څرګندونه كړې او پا??ست??ن لپاره د زياتو نه زياتو ګټو لپاره د دې زر تر زره د بشپړولو عزم ئې كړے٬ دواړو لارښودو د پاك چين دوه اړخيزه ??ړي??و جاج اخستې٬ د شريكې خوښې په سيمه ايزو او نړيوال چارو ئې هم د خيالاتو څرګندونه كړې او د سياسي او اقتصادي بې يقيني په حالاتو قابو موندلو لپاره په ګډه كار كولو ته سلا شوي۔ د دواړو لارښودو ملاقات د جمعې په ورځ په پيپلز ګريټ هال كښې وشو۔ په دې موقع وزيراعظم عمران خان ووئيل چې پا??ست??ن د شريكو ګټو تحفظ٬ د شريكو تصوراتو او ګڼ اړخيزه نظام ودې لپاره د چين سره اوګه په اوګه ولاړ دے٬د غربت خاتمې او بدعنوانۍ مخ نيوي په څانګو كښې د چين د تجربو څخه په زده كړه كښې خوښي لرو۔ وزيراعظم عمران خان د جوش او جذبې په څرګندونه د چينائي اولس مشر٬ د چين حكومت او اولس مننه وكړه۔ وزيراعظم عمران خان هغه له”اصلاحات او پراختيا”په 40مه سالګره مباركي وركړه چ?? په نتيجه كښې يې چين ښه پرمختګ كړې۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د چين سره ملګرتيا د پا??ست??ن د خارجه پالېسۍ مهمه برخه ده۔ ده دغې ??ړي??و ته ودې وركولو له د خپل حكومت د خواهش څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم په دې خبره زور راوړو چې د اولس مشر شي جن پنګ”بېلټ اينډ روډ”وژن او د دې فليګ شپ منصوبه سي پیك به د سيمې او سيمې څخه بهر ټولو له د شريكې څوكالۍ شكل اختيار كړي۔ وزيراعظم و??ئيل پا??ست??ن د شريكو ګټو٬شريك تصوراتو او د ګڼ اړخيزه نظام ودې تحفظ كښې د چين سره اوګه په اوګه ولاړ دے۔ وزيراعظم په مېلمستيا كولو د چينائي اولس مشر مننه وكړه۔ده ووئيل زمونږ هېواد د چين د پرمختګ څخه متاثر دے۔ چين په ښه ډول په غريبۍ او بدعنوانۍ قابو موندلې٬اولس مشر شي جن پنګ په نوي دور كښې شريك سباؤن لپاره د پاك چين تزويراتي شراكتدارۍ ته د ودې وركولو عزم رامخې ته كولو سره د بنيادي ګټو په ټولو معاملو پا??ست??ن لپاره د چين د كلك ملاتړ پخلې وكړو۔ ده وزيراعظم عمران خان له په ټاكنو كښې او د وزيراعظم په چوكۍ سنبالولو مباركي وركړه۔ ده شريك سباؤن لپاره د پاك چين ستراتېژېكي شراكتدارۍ استحكام لپاره وزيراعظم سره په ګډه د كار كولو خواهش څرګند كړو۔ اولس مشر شي جن پنګ په ټولو معاملو پا??ست??ن لپاره د چين د كلك ملاتړ پخلې وكړو۔ د چين اولس مشر ووئيل د پاك چين ??ړي??ې وخت په وخت قوي كېږي٬دا ??ړي??ې به نه يوازې د دواړو هېوادونو بلكې د سيمې لپاره ګټورې وي۔وزيراعظم و??ئيل چې ده په خپل سياسي كئرير كښې د چينائي لارښود شي جن پنګ د مدبر په حېث پيوري كړی۔ده ووئيل چې د پا??ست??ن اولس د اولس مشر شي جن پنګ په مشرۍ كښې د چين د پرمختګ نه ډېر متاثره دې۔ده په چين كښې په 30 كلونو كښې 70 كروړه اولس د غربت نه ويستلو او د غربت كمولو په اړه د اولس مشر شي جن پنګ او د نورو چينائي مشرانو ستائنه وكړه۔ده ووئيل چې د انسان په تاريخ كښې كوم بل قوم داسې كاميابۍ نه دي ترلاسه كړی۔ده ووئيل چې د ده د ګوند او د حكومت يو مهم مقصد د پا??ست??ن اولس د غربت نه ويستل دي لكه څنګه چ?? په هېواد كښې نيمه آبادي يا خو د غربت په ليكه يا د دې نه لاندې ژوند تېروي۔ده ووئيل چې چين يوازنې هېواد دې چې د تجربې څخه يې مونږ استفاده كولې شو۔وزيراعظم عمران خا
متعلقہ مضامین
-
LHC seeks report from federal ministry regarding use of X
-
Fuel prices kept unchanged to compensate for power bills relief
-
PIA commences direct flights from Lahore to Baku
-
KPT flyover closed for one month: alternative routes announced
-
BG آن لائن قابل اعتماد بیٹنگ پلیٹ فارم: محفوظ اور منصفانہ تجربہ
-
گولڈن جیم - ایک قابل اعتماد بٹنگ ویب سائٹ
-
Pakistan Tehreek-e-Insaf sharpening talons for another fateful push
-
PMA lauds Fidel Castro’s health policies
-
Five new Judges of SHC take oath
-
Will utilise all govt resources to make Peshawar a model city
-
Treasure Tomb Entertainment کی سرکاری ویب سائٹ
-
الیکٹرانک سٹی آفیشل ڈاؤن لوڈ گیٹ وے کی اہمیت اور خدمات