اسلام آباد ۔ 04 ستمبر (اے پی پی) ګرد هېواد كښې لوئے اختر د خالي په ورځ مذهبي عقيدت او احترام سره ولمانځلې شو۔ د هېواد د ټولو ښارونو او كليو جوماتونو ٬ عيدګاه او پراخه ځايونو كښې د اختر لمونځ ادا كړے شو۔ د لكھونو په شمېر وګړو د ايراهيم علېه السلام سنت ژوندے ساتلو سره د ځناورو قرباني وكړه۔ علماﺀ كرامو په دې مهال خپلو خطبو كښې د قربانۍ فضيلت او ايثار په اهميت رڼا واچوله۔ په دې مهال د هېواد پرمختګ ٬ سوكالۍ ٬ امن او استحكام لپاره خاص دعاګانې وغوښتلې شوې۔ اسلام آباد كښې د اختر مركزي اجتماع فېصل مسجد كښې وشوه چرته چې د وزيراعظم سلاكارانو په شمول د سېنټ او قامي اسمبلۍ غړو ٬ اعلی چارواكو او د زرګونو په شمېر وګړو د اختر لمونځ ادا كړو۔ د پنجاب ګورنر ملك رفيق رجوانه د لاهور په ګورنر هاؤس او اعلی وزير شهباز شريف په جاتي امراﺀ كښې د اختر لمونځ ادا كړو۔ خېبرپختونخوا كښې لويه اجتماع د چارسدې په عيدګاه كښې وشوه۔ ګورنر اقبال ظفر جھګړا په ګورنر هاؤس او اعلی وزير پروېز خټك په خپله سيمه نوښار كښې د اختر لمونځ ادا كړو۔ بلوچست??ن كښې مركزي اجتماع كوئټه كښې وشوه۔ آزاد جموں و کشمیر كښې د اختر مركزي اجتم??ع په مركزي عيدګاه كښې وشوه چرته چې د آزاد کشمیر وزیراعظم راجھ فاروق حېدر د اختر لمونځ ادا كړو۔ د آزاد کشمی?? اولس مشر سردار محمد مسعود خان خپله سيمه کوټ مټھی خان روالاکوټ كښې د اختر لمونځ ادا كړو۔ لمونځ څخه وروستو د سنت ابراهيمي په اتباع كښې وګړو څاروي قرب??ن كړل۔ په دې مهال په وفاقي او صوبائي كچه امنيت ټينګ كړے شوے وو دغسې چې كومه ناوړه پېښه رامخې ته نه شي۔ په راديو ټي وي او د خپرونې په نورو ادارو د لوئے اختر په مناسب خاص پروګرامون نشر كړې شول۔ دغسې ورځپاڼو كښې د قربانۍ فضائلو او احكاماتو په اړه خاص خپرونې خپرې كړې شوې۔
متعلقہ مضامین
-
LHC seeks report from federal ministry regarding use of X
-
Fuel prices kept unchanged to compensate for power bills relief
-
PIA commences direct flights from Lahore to Baku
-
KPT flyover closed for one month: alternative routes announced
-
BG آن لائن قابل اعتماد بیٹنگ پلیٹ فارم: محفوظ اور منصفانہ تجربہ
-
گولڈن جیم - ایک قابل اعتماد بٹنگ ویب سائٹ
-
Pakistan Tehreek-e-Insaf sharpening talons for another fateful push
-
PMA lauds Fidel Castro’s health policies
-
Five new Judges of SHC take oath
-
Will utilise all govt resources to make Peshawar a model city
-
Treasure Tomb Entertainment کی سرکاری ویب سائٹ
-
الیکٹرانک سٹی آفیشل ڈاؤن لوڈ گیٹ وے کی اہمیت اور خدمات