اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي سې??ترې زاهده پروين وئيلي دي چې د قائداعظم محمد علي جناح ناياب تصويرونو ته د اولس رسنې لپاره به د ټول هېواد په لويو ښارونو كښې د دسمبر په 25مه نېټه نندارتون كاروان كولې شي۔ هغې دا خبرې د اتوار په ورځ د اسلام آباد په اېف نائن پارك كښې د چشن آزادې په لړ كښې د پرېس انفارمېشن ډيپارټمنټ تر سيوري لاندې د قائداعظم محمد علي جناح د ناياب عكسونو د نندارتون د دورې كولو په مهال مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړې۔ په دې موقع پرنسپل انفارمېشن آفيسر طاهر خوشنود او د پي آئي ډي نور اعلٰي چارواكي هم موجود وو۔ د اطلاعاتو سې??ترې ووئيل چې پي آئي ډي د قائداعظم محمد علي جناح د ناياب عكسونو پراخه ذخيره لري۔ دا عكسونه وړاندې اولس نه دي ليدلي۔ هغې ووئيل چې د قائداعظم محمد علي جناح ناياب تصويرونو ته د اولس رسنې لپاره به د ټول هېواد په لويو ښارونو كښې د دسمبر په 25مه نېټه نندارتون كاروان كولې شي۔ د جشن آزادې په مناسبت د پرېس انفارمېشن ډيپارټمنټ تر سيوري لاندې د باني پاكستان قائداعظم محمد علي جناح د ناياب تصويرون?? نندارتون په اېف نائن پارك اسلام آباد كښې وشو۔ په نندارتون كښې د 70 نه زيات عكسونه كېښودل شوي وو چې پكښې د باني پاكستان د قيام پاكستان په وخت د هڅو بېلا بې?? اړخونه په ډاګه كړې شوي وو۔ نندارتون سهار 9 بجې پېل شوے و او د ماښام تر 6 بجو پورې روان و۔
متعلقہ مضامین
-
HRCP report expresses concerns over increasing Covid-19 deaths, cases
-
Significant drop in street crimes in Karachi’s Central District
-
Savior-Sword سرکاری تفریحی داخلی راہ کی دلچسپ دنیا
-
Shahbaz Taseer free from captivity
-
Indian spy arrested in Balochistan
-
Each district, city to get best education by 2018
-
5 female students injured by accidental firing
-
Shah asks Pakistan to rejuvenate Kashmir Committee
-
GB youth to be trained with technical skills
-
JUI-F hails package for tribal belt
-
False news issue: Nisar for taking matter to logical end
-
ڈیول فورچون انٹرٹینمنٹ آفیشل ویب سائٹ: دلچسپ کھیلوں کی دنیا میں آپ کا گیٹ وے